Banner

د خواشينۍ پېغام

04.10.2011 09:15

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ، د پښتو ژبې د نومیالي شاعـر، لیکوال اوژورنالیست ښاغلي احسان الله مهجور قدرمن پلار محترم ډګروال بسم الله خان او د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس شفا مشفق مور بي بي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټـې کړې . انآلله و انا اليه راجعون .
موږ په داسې حال کې چې له ښاغلي مهجور اوله ښاغلي مشفق  سره په دې لوی غـم کې ځان برابر شریک بولو ،دوی ته له متعال خداي څخه د مغفرت غوښتنه او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غواړو. روح دې ښاد وي .
سید فخرالدین هاشمي
د افغانستان دقلم ټولنې مشر
کابل ۹/ ۷ / ۱۳۹۰

عبدالظاهر شکيب 04.10.2011 13:27

په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړو چې دښاغلي محمد شفا مشفق مور بي بي او دښاغلي احسان الله مهجور پلار له دې فاني نړۍ څخه رحلت کړى ، زه په خپل وار ښاغلي مشفق صيب او ښاغلي مجهور صيب ته دزه له کومي دهمدردۍ مراتب وړاندې کوم او دمرحومينو څخه دلوى خداى په دربار کې دمغفرت غوښتونکي يم او ستر څښتن ته ددعا لاسونه لپه کوم چې هغوى په خپل رحمت سره وبخښي او ښاغلى مشفق او مهجور صيب ته دې خداى دزړه صبر ورکړي . <br />عبدالظاهرشکيب

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.